د سېنېټ غړو ته به په پبلك اكاؤنټس كمېټې كښې د روان سيشن په مهال نمائندګي په لاس ورشي۔ د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني

د سېنېټ غړو ته به په پبلك اكاؤنټس كمېټې كښې د روان سيشن په مهال نمائندګي په لاس ورشي۔ د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئيلي دي چې د سېنېټ غړو ته به په پبلك اكاؤنټس كمېټې كښې د روان سيشن په مهال نمائندګي په لاس ورشي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل چې پبلك اكاؤنټس كمېټې كنونشن سنټر سره نزدې د فائيو سټار هوټل جوړېدو د معاملې نوټس اخيستې٬ سېنېټ ته هم اوس په پبلك اكاؤنټس كمېټې كښې نمائندګي ترلاسه شوې۔ په دې لړ كښې غړي خپلې رائې وركولې شي۔ په بله كومه جلا كمېټې كښې به په دې معامله غور مناسب نه وي۔ (م ع/ګ ل/1531)