کوئټھ- د ډزو پېښې په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار ووژل شول

کوئټھ- د ډزو پېښې په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار ووژل شول

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) کوئټه كښې دوه پوليس اهلكار وژلې شوي دي۔ د نجي ټي وي چېنل راپور ترمخه د پلوچستان صوبې سرښار كوئټه كښې د هدفي وژنو په دوه بېلو پېښو كښې 2 پوليس اهلكار په نښه كړې شوي دي۔ اولنۍ پېښه په جوائنټ روډ پاسپورټ دفتر ته نزدې رامخې ته شوه كومه كښې چې نامعلومه وسله والو د سول لائن تھاڼې په کانسټېبل نوید ډزې وكړې چې په نتيجه كښې هغه په ځائې مړ شو۔

دويمه پېښه په اسپنی روډ رامخې ته شوه چرته چې يو ټرېفک پولیس اهلکار الطاف حسېن د وظيفې ترسره كولو په مهال نامعلومه وسله والو په ډزو ويشتلو سره ووژلو۔ د بلوچستان اعلی وزير د دواړو پېښو غندنه كولو سره آئي جي څخه راپور غوښتلے او پېښو كښې د ككړو تورونو په سمدستي توګه د نيولو هدايت ئې هم كړې۔ (وا/ګ ل/1407)