اقتصادي راهدارۍ سره به د روزګار بلها موقعې رامخې ته شي۔ سردار مسعود خان

اقتصادي راهدارۍ سره به د روزګار بلها موقعې رامخې ته شي۔ سردار مسعود خان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د آزاد کشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان وئيلي چې اقتصادي راهدارۍ سره به سيمه كښې د روزګار بلها موقعې رامخې ته كېدو سره سره تعليم ته وده ترلاسه شي۔ د ابلاغ ذريعو ترمخه میرپور كښې د سائنس او ټیکنالوجی پوهنتون دوهم کانووکېشن ته خپل خطاب كښې ده ووئيل آزادکشمیر، مانسهرہ،۔مظفرآباد،میرپواو منګلا كښې د سي پېك ترسېوري لاندې جوړېدونكې موټروے سره به تجارتي هلې ځلې لا وده ومومي او سيمه كښې به د روزګار بلها موقعې په لاس راشي۔ د مقبوضه کشمیر ذکر كولو سره ده ووئيل د پاكستان او آزاد كشمير اولس به د مقبوضه وادۍ خپلو مظلومانو كشميري وروڼو اخلاقی، سفارتی او سیاسی ملاتړ روان ساتي۔(وا/ګ ل/1407)