سرکاري ملازماتو له د كورونو الاټ كولو په لړ كښې د سترې محكمې څرګندې سپارښتنې شته۔ رياض حسېن پيرزاده

سرکاري ملازماتو له د كورونو الاټ كولو په لړ كښې د سترې محكمې څرګندې سپارښتنې شته۔ رياض حسېن پيرزاده

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د بېن الصوبائي رابطو وفاقي وزير میا ریاض حسېن پیرزادہ وئيلي دي سرکاري ملازماتو له د كورونو الاټ كولو په لړ كښې د سترې محكمې واضح سپارښتنې شته ٬ چا ته هم د رولز نه پرته كورونه نه دي الاټ شوې۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو مختار عاجز دھامرا او سعید الحسن مندوخېل د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل سرکاري ملازماتو له د كورونو الاټ كولو په لړ كښې د سترې محكمې څرګندې سپارښتنې شته چا ته هم د رولز نه پرته كورونه نه دي الاټ شوي۔ ده ووئيل كراچۍ كښې د هاٶسنګ وزارت په پلاټ د قبضې كولو پحقله ګيلې كه رښتيا وي نو كاروائي به كولې شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1813)