صوبو له د برېښنا څانګې 154 اربه ورپۍ وركول دي ۔عابد شېر علي

صوبو له د برېښنا څانګې 154 اربه ورپۍ وركول دي ۔عابد شېر علي

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي وئيلي دي د صوبو په ذمه د برېښنا څانګې 154 اربه روپۍ پورې دي چې پكښې سندھ لس اربه روپۍ وركولو نه پس د آزاد كشمير په زمه 63 اربه روپۍ او د بلوچستان ټيوب وېلو په ذمه 120 اربه روپې ادا كول دي٬ سندھ هائي كورټ د واسا كنكشن منقطع كولو نه منع كړې يو ٬ ځينې سيمې نو ګو اېرياز جوړې شوې٬ ده ووئېل پوليس او صوبائي څانګې د برېښنا كمپنيو ملامازنو ته تحفظ وركولو له مرسته نه كوي۔

د شورو په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو چوهدري تنویر خان' نعمان وزیر' عثمان کاکړ' مختار عاجز دھامرا او د الیاس احمد بلور د پوښتنو په ځواب كښې عابد شېر علي ايوان ته ووئيل ګڼ شمېر سركاري ادارو په ذمه د برېښنا روپې پورې دې ٬ ډسټري بيوشن كمپنو ته امر شوې چې ھغوې د خپلو خپلو صوبائي ادارو سره په ګډه حساب كتاب راغونډ كړي ۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/1813)