د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان جهلم كښې د برتنيې نژادې د مرګ نوټس واخست د پينډۍ آر پی او او د جهلم ډی پی او ته په خپله څارنه كښې د پېښې سمدستي او سپيځلو پلټنو لپاره سپارښتنه

د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان جهلم كښې د برتنيې نژادې د مرګ نوټس واخست د پينډۍ آر پی او او د جهلم ډی پی او ته په خپله څارنه كښې د پېښې سمدستي او سپيځلو پلټنو لپاره سپارښتنه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان جهلم كښې د برتنيې نژادې د مرګ پېښې نوټس اخستو سره د پينډۍ آر پی او او د جهلم ډی پی او ته په خپله څارنه كښې د پېښې سمدستي او سپيځلو پلټنو سپارښتنه كړي ده ۔ د كورنيو چارو وزارت وياند لخوا جارې شوي بيان له مخې د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان جهلم كښې د برتانيې نژادې د مرګ پېښې نوټس اخستے او اړوندو اعلیٰ پولیس افسرانو ته ئې سپارښتنه كړي چې د انصاف او قانون تقاضو بشپړه پاسداری کولو سره زر تر زره پلټنې بشپړې كړئ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1813)