د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د آسیان ریجنل فورم وزارتی غونډې په مهال د سنګاپور، ناروے، نیوزی لینډ، لاؤس اوامریکې خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه

د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د آسیان ریجنل فورم وزارتی غونډې په مهال د سنګاپور، ناروے، نیوزی لینډ، لاؤس اوامریکې خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د آسیان ریجنل فورم وزارتی غونډې په مهال د سنګاپور، ناروے، نیوزی لینډ، لاؤس او امریکې خارجه وزيرانو سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي ۔ اختتامی سېشن كښې د 27 هيوادونو خارجه وزيرانو ګډون وكړو ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ټولو غړيو هيوادونو په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ ، مائیګرېشن، كډوالو ، موسمی بدلون او میری ټائم امنيت ٬تندۍ سره په زياتيدونكو چیلنجونو مشاورت او مرستې زياتولو ته سلا شول ۔

دوه ورځنې وزارتی غونډې په مهال د جنوبی چینی سمندر او کوریا لخوا اتومي چاؤدنو پشمول په نورو چارو هم بحث وشو۔ اے آر اېف اسياﺀ پیسفک ریجن كښې سیاسی او امنيتي خبرو اترو له مهم فورم او 10 آسیائي هيوادونو پاکستان، چین، امریکا، روس اروپائي ائتلاف او هند پشمول 27 غړو هيوادونو مشتمل دے۔ د خارجه سلاحكار سرتاج عزیز سره ملاقاتونو په مهال د سنګاپور، ناروے، نیوزی لینډ، لاؤس او امریکې خارجه وزيرانو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان مهم كردار وستائلو ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1813)