خېبر ایجنسۍ كښې د پولیو څاڅكو له امله ماشوم نه دې مړ شوې، د پارلمانی چارو وزير

خېبر ایجنسۍ كښې د پولیو څاڅكو له امله ماشوم نه دې مړ شوې، د پارلمانی چارو وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) د پارلمانی چارو وزير شیخ آفتاب احمد وئيلي دي خېبر ایجنسۍ كښې د پولیو څاڅګو له امله يو ماشوم هم نه دې مړ شوې او د پېښې پلټنې لا رواني دي۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې سناتور مير كبير احمد شاهي د پام راګرځونې د نوټس په ځواب وفاقي وزير ووئيل دې څخه وړاندې دا ډول كومه پېښه نه ده رامخې ته شوې چې د پوليو څاڅكو له امله يو ماشوم مړ شوې وي٬ خېبراېجنسۍ كښې د رامخې ته شوې پېښې د پلټنو امر شوې خو مور او پلار ئې د پوسټ مارټم كولو څخه انكاري كړې۔

ده ووئېل د ډاكټرانو ډلې تصديق كړې چې د پوليو څاڅكو كښې خرابي نه وه ٬ ټوله نړۍ كښې دې څخه زيات محفوظ كوم واكسين نشته۔ ده ووئيل پاكستان كښې تر ډېره حده په پوليو رنځ قابو موندلې شوې٬ د خېبر اېجنسۍ د پېښې نورې پلټنې روانې دي٬ كوم ماشومان چې مړه شوي ھغه د څاڅكو څښلو نه سمدستي نه دې مړه شوې۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1535)