طارق فاطمي د متحده عرب امارات سفارتخانې دوره٬د قندهار بمي چاودنه كښې د سفارتكارو پھ شهادت تعزيتي كتاب كښې ئې خپل تاثرات درج كړل

طارق فاطمي د متحده عرب امارات سفارتخانې دوره٬د قندهار بمي چاودنه كښې د سفارتكارو پھ شهادت تعزيتي كتاب كښې ئې خپل تاثرات درج كړل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار طارق فاطمي د جمعې پھ ورځ اسلام آباد كښې د متحده عرب امارات سفارتخانې دوره وكړه او د جنورۍ په 11مه نېټھ قندهار كښې په بمي چاودنې كښې د يو اے اي پنځه سفاتكاررو په شهادت ئې په تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات درج كړل۔ پھ بمي چاودنه كښې د يو اے اي سفير هم ژوبل شوے وو۔د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه چارو خاص مرستيال د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل چې حكومت او پاكستاني اولس پھ دې پېښه سخت خفه شوې دې۔

افسوس سره وائيو چې د ملګري هېواد سفارتكار عام خلكو ته ګټو لپاره د انساني مشن پھ مهال په نښه كېږي۔ده د ترهه ګرۍ پھ بريد كښې مړه شويو سفارتكارو كورنيو٬د يو اے اي حكومت او اولس سره د زړه د كومې غمرازي ښكاره كړه او بريد كښې د ژوبل شوي سفير زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔ده ووئيل چې د غم پھ دې وخت كښې پاكستان د يو اے اي اولس او مشرتابه سره اوږه په اوږه ولاړ دې۔پاكستان يو اے اي سره د بشپړه يو والي څرګندونه كولو سره د هر ډول ترهه ګرۍ يو ځل بيا غندنه كړې۔(وا/وس/1529)