د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په 28 مه نېټه راوبللې شوه

د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په 28 مه نېټه راوبللې شوه

پېښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د جمعیت علماﺀ اسلام(ف) خېبرپختونخوا د مجلس عامله اوضلعی امراﺀ او ناظمین دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په 28مه نېټه پیښور كښې رابللې شوې ده ۔ د جے یو آئی صوبائی وياند عبدالجلیل جان ترمخه د جمعیت علماء اسلام خېبرپختونخوا د مجلس عامله او ضلعی امر اء اوناظمین غونډه د جنورۍ په 28 او 29مه نېټه صوبائی سېکرټرېټ رنګ روډ پېښور كښې رابللې شوې ده ۔ د غونډې مشري به صوبائی امیر مولانا ګل نصیب خان كوي۔ غونډه كښې به د هېواد روانې وضعې ٬ سل كلنې نړيوالې اجتماع او د نورو مهمو چارو په اړه مهمې پرېكړې كولې شي(وا /ض ض/وس1740)