عمران خان ثبوت نه لري٬تورنه لګوي په تورونو كار نه كېږي ٬د خېبرپښتونخوا نه هره ورځ د ګو عمران ګو چغې راخېژي خو بيا هم تحريك انصاف هلته حكومت كوي٬

عمران خان د الېكشن كميسون پشمول ټولو ځايونو څخه تښتي۔د مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز مېډيا سره خبرې

عمران خان ثبوت نه لري٬تورنه لګوي په تورونو كار نه كېږي ٬د خېبرپښتونخوا نه هره ورځ د ګو عمران ګو چغې راخېژي خو بيا هم تحريك انصاف هلته حكومت كوي٬
عمران خان د الېكشن كميسون پشمول ټولو ځايونو څخه تښتي۔د مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئېلي دي عمران خان ثبوت نه لري٬تورنه لګوي او په تورونو كار نه كېږي٬د خېبرپښتونخوا نه هره ورځ د ګو عمران ګو چغې راخېژي خو بيا هم تحريك انصاف هلته حكومت كوي٬عمران خان د الېكشن كميسون پشمول ټولو ځايونو څخه تښتي۔د شورو په ورځ د سپريم كورټ په هوا كښې مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل عدالت كښې د پي ټي آئي وكيل نعيم بخاري وئيلي دي د وزيراعظم لخوا پارلمان ته وېنا كښې غلط بياني شوې او مريم نواز د وزيراعظم په كفالت كښې كيس دې مخ په وړاندې بوتللې شي۔

دانيال عزيز ووئيل په 2005 كښې د وزيراعظم د كورنۍ پراپرټۍ سره هېڅ تعلق نه لرلو او نه دې نه وړاندې دوي سره دا پلېټ وو۔ده ووئيل كله چې زمونږ وكيل ته عدالت كښې د دلائل موقع وركړې شي نو هغه وخت به ټول ثبوتونه وړاندې كولې شي۔ده ووئيل د دې نه وړاندې دا وئېل كېدل چې زه د وزيراعظم په ضد ټول ثبوتونه لرم٬اوس د كيس اړخ بدل شوې۔ ده ووئېل تېره ورځ په عدالت كښې د پي ټي آئي وكيل وئېلي وو وكيل نه ده بېللې موكل بېللي۔

ده ووئيل نن عدالت د قامي اسمبلۍ غړي شېخ رشيد ته وئېلي چې هغه سنجيده شي٬سنجيدګۍ سره دې د كيس قانوني نكات وړاندې كړې شي۔ده ووئيل عمران خان به وئېل په خېبرپښتونخوا كښې زما په ضد لس زره كسان كه راغونډ شو نو زه به استعفٰی وركوم ٬ده ووئېل نن خېبرپښتونخوا كښې د هغه په ضد 20 زره څخه زيات كسان راجمع شوي او د ګو عمران ګو غږ پورته كوي خو بيا هم عمران خان حكومت كوي۔

ده ووئيل عمران خان د الېكشن كميسون پشمول هر ځاې څخه تښتي٬هغه ته د يوټرن خان نه علاوه بل څه وئېلې كېدې شي۔ده ووئيل نن وزيراعظم محمد نواز شريف په اسلا م آباد كښې د تعليم ودې له يو نوې ټرانسپورټ سسټم جاري كړی او په ټول پاكستان كښې به د نړۍ جديد تعليمي نظام رائج كولې شي۔ده ووئيل پھ 90 ورځو كښې د كرپشن ختمولو ادعا پشمول د عمران خان ټول غږونه دروغ ثابت شوي۔ده ووئيل عمران خان ھېڅ ثبوت نه لري او صرف تورونه لګوي خو يوازې په تورونو لګولو كار نه كېږي۔)ص ف/ض ض/وس1740)