ماشومانو ته ښه تعليم وركول د حكومت ذمه واري ده٬ په كال 2018م كښې به د تعليم نوې نظام معرفي كړو٬

په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د سكولونو د اپ ګرېډېشن نه پس به په سركاري او پرائيوېټ سكولونو كښې فرق پاتې نه شي۔ د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز د وزيراعظم د تعليمي اصلاحاتو پروګرام له مخې سكولونو ته د بسونو وركولو دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز وئيلي دي چې ماشومانو ته ښه تعليم وركول د حكومت ذمه واري ده٬ په كال 2018م كښې به د تعليم نوې نظام معرفي كړو٬ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د سكولونو د اپ ګرېډېشن نه پس به په سركاري او پرائيوېټ سكولونو كښې فرق پاتې نه شي۔ هغې دا خبرې د شورو په ورځ د وزيراعظم د تعليمي اصلاحاتو پروګرام له مخې سكولونو ته د بسونو وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

په دستوره كښې وزيراعظم محمد نواز شريف خاص مېلمه و۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب٬ د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري٬ د كېډ وزارت او د نورو ادارو چارواكو پشمول د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو ښوونكي او زده كوونكي په لويه شمېره موجود وو۔ مريم نواز ووئيل چې كله مونږ د وزيراعظم د اصلاحاتو پروګرام پېل كړو او په دې لړ كښې مو د بېلا بېلو سكولونو دوره وكړه نو زده كوونكو او مېرمنو ووئيل چې مونږ بسونو ته ضرورت لرو٬ وزيراعظم ته مو خواست وكړو او وزيراعظم بله ورځ د بسونو منظوري وركړه۔ هغې ووئيل چې د اسلام آباد سكولونو ته 200 بسونه وركولې شي۔ ﴿م ع/وس/1435)