ماشومان د پاكستان سباؤن او جوړونكي دي٬ حكومت نوي نسل ته معياري او نوې تعليم وركولو ته خاص پام كوي٬

مونږ ټول به په ګډه خپل هېواد ښكلې٬ خوشحاله او مضبوط جوړوو٬ ماشومان معصوم او ريښتيني وي٬ د قوم ماشومانو زما ځان دے او زه په دوي فخر كوم٬ ماشومانو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام آباد په سكولونو كښې د بسونو د نوي سروس پېل كولو دستورې ته وېنا

ماشومان د پاكستان سباؤن او جوړونكي دي٬ حكومت نوي نسل ته معياري او نوې تعليم وركولو ته خاص پام كوي٬ 
مونږ ټول به په ګډه خپل هېواد ښكلې٬ خوشحاله او مضبوط جوړوو٬ ماشومان معصوم او ريښتيني وي٬ د قوم ماشومانو زما ځان دے او زه په دوي فخر كوم٬ ماشومانو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام آباد په سكولونو كښې د بسونو د نوي سروس پېل كولو دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې ماشومان د پاكستان سباؤن او جوړونكي دي٬ حكومت نوي نسل ته معياري او نوې تعليم وركولو ته خاص پام كوي٬ مونږ ټول به په ګډه خپل هېواد ښكلې٬ خوشحاله او مضبوط جوړوو٬ ماشومان معصوم او ريښتيني وي٬ د قوم ماشومانو زما ځان دے او زه په دوي فخر كوم٬ ماشومانو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔

ده دا خبرې د شورو په ورځ د اسلام آباد په سكولونو كښې د وزيراعظم د تعليمي اصلاحاتو پروګرام له مخې د بسونو د نوي سروس پېل كولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې ماشومان د پاكستان سباؤن او جوړونكي دي٬ حكومت نوي نسل ته معياري او نوې تعليم وركولو ته خاص پام كوي٬ مونږ ټول به په ګډه خپل هېواد ښكلې٬ خوشحاله او مضبوط جوړوو٬ مونږ چې څه خپل هېواد لپاره كوو٬ ماشومان به 100 چنده د دې نه زيات وكړي٬ ځكه مونږ غواړو چې هر يو سكول ښكلې وي ٬ ماحول ښه وي او ماشومان ټولې اسانيې ولري۔

وزيراعظم ووئيل چې بايد په سركاري سكولونو كښې د زده كړې معيار ښه وي۔ ده ووئيل چې مريم نواز ته مو هدايت كړے و چې د اسلام آباد د ټولو 422 سكولونو ودانې بايد ښې وي او بايد په دې كښې د تعليم انتظام هم ښه وي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې مو ډاكټر طارق فضل چوهدري ته هم وئيلي و چې بايد د تعليم معيار غوره وي او بايد چې ماشومانو ته داخله په مېرټ وركړې شي٬ بايد په تعليمي ادارو كښې د ښوونكې ټاكنه هم په مېرټ وشي او بايد ټول كارونه په مېرټ وشي۔

ده ووئيل چې بايد ټولو سكولونو لپاره يو يو بس لازمي وي چې دغسې ماشومان د تګ راتګ اسانيې ولري۔ وزيراعظم ووئيل چې د پروګرام له مخې دې د نورو 200 بسونو د اخستلو انتظام په سمدستي توګه وكړې شي۔ ده ووئيل چې د تعليم په لحاظ بايد اسلام آباد ماډل سټي جوړ كړے شي۔ د دې نه علاوه بايد نورې معاملې هم ښې كړې شي۔ د دستورې په پاې كښې وزيراعظم ماشومانو سره په ګډه د بس د ماډل تيار كړې شوې خاص كېك پرې كړو او د سكول د بسونو كنجې ئې ماشومانو ته وركړې۔

په دستوره كښې د وزيراعظم لور مريم نواز٬ د اطلاعاتو او خپرونو دهمې وزيرې مريم اورنګزېب٬ د كېډ د دوهم وزير طارق فضل چوهدري٬ اعلٰي چارواكو٬ د سكولونو زده كوونكو ٬ ښوونكې او د زده كوونكو مئېندو او پلارانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔﴿م ع/وس/1435)