د جدي ټېكنالوجي د لارې جدت او صنعتي انقلاب د حكومت اهداف دي٬

د مقابلې فضاﺀ لپاره به جديد معيار خپلولو وي٬په وژن 2025 كښې د اقتصادي پرمختګ هدف د 7 نه تر 8 فيصده ټاكلې شوې۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

د جدي ټېكنالوجي د لارې جدت او صنعتي انقلاب د حكومت اهداف دي٬
د مقابلې فضاﺀ لپاره به جديد معيار خپلولو وي٬په وژن 2025 كښې د اقتصادي پرمختګ هدف د 7 نه تر 8 فيصده ټاكلې شوې۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د جدي ټېكنالوجي د لارې جدت او صنعتي انقلاب د حكومت اهداف دي٬د مقابلې فضاﺀ لپاره به جديد معيار خپلولو وي٬په وژن 2025 كښې د اقتصادي پرمختګ هدف د 7 نه تر 8 فيصده ټاكلې شوې دې ۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د معيار او جدت په اړه يو وركشاپ ته د وېنا كولو پھ مهال وكړې۔

وفاقي وزير ووئيل سي پیك د چين لخوا ډالۍ ده٬دې سره به صنعت پرمختګ وكړي۔ده ووئيل ښه كاركردګي معيار او جدت معاشي پرمختګ لپاره ډېر مهم حېثيت لري۔ده ووئيل په كومو معيشتونو كښې چې د نوې ايجاد او معيار خيال ساتلې شي هغه زيات مضبوط وي۔وفاقي وزير د حكومت هڅې ستائېلو سره ووئيل اوسنې حكومت پھ چېلنجونو قابو موندلو لپاره د ښې كاركردګۍ معيار او جدت لپاره د ماحول ښه كولو له مهم كردار ادا كوي۔ده كال 2017م په نړيوال ماركيټ كښې د ښې كاركردګۍ معيار او جدت كال وګرځولو۔ده ووئيل زمونږ هدف پاكستان د نړۍ په 25 مضبوط معيشتونو كښې شاملول دي۔)م ع/ض ض/وس/2004)