وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره پرمختيائي فنډ 11 اربه روپو نه 21 اربه روپو ته رسولې٬

كشمير له به دوه ايئر ايمبولينس٬ګلګت بلتستان له به دوه او فاټا له به يو ايئر ايمبولينس وركولې شي٬وفاقي حكومت د آزاد كشمير په پرمختګ كښې خوښي لري٬شوټر ويلي پروژه په سي پیك كښې شاملولې شي۔د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره پرمختيائي فنډ 11 اربه روپو نه 21 اربه روپو ته رسولې٬كشمير له به دوه ايئر ايمبولينس٬ګلګت بلتستان له به دوه او فاټا له به يو ايئر ايمبولينس وركولې شي٬وفاقي حكومت د آزاد كشمير په پرمختګ كښې خوښي لري ٬شوټر ويلي پروژه په سي پیك كښې شاملولې شي۔

ده دا خبرې د نهې په ورځ د كشمير چارو په وزارت كښې خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل كشمير كښې د ټول ټاكنو په وخت د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې مونږ د ټاكنو كمپائن په مهال خلقو سره لوظونه كړي وو٬مونږ هلته پھ ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړی او د دغې كاميابۍ نه پس وزيراعظم محمد نواز شريف څلور ځله په غونډه كښې د كشمير پھ معامله خبرې كړې چې په نتيجه كښې يې د كمشيريانو په غوښتنه يو پیكج جوړ كړی شوې۔

ده ووئېل وزيراعظم محمد نواز شريف د آزاد كشمير پھ پرمختګ او خوشحالۍ كښې خاص خوښي لري ٬هغه كشمير هم د پاكستان پشان خوشحاله او پرمختللې ليدل غواړي۔ وفاقي وزير ووئېل د آزاد كشمير وزيراعظم په يوه غونډه كښې وئېلي وو چې د كشمير پرمختيائي فنډ ډېر لږ دے۔وزيراعظم محمد نواز شريف دا 21 اربه روپو ته ورسولو امر كړے چې پھ دې فنډ زيات پرمختيائي كار وكړې شي۔ده ووئيل د منګله نه دې تر ميرپور او مظفرآباد سړك جوړ كړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د 2013 نه تر 2016 څلور ځله د كشمير مسئله قامي سلامتي كونسل كښې پورته كړې ده ۔)م ع/ض ض/وس/2004)