د سېنټ چيئرمېن اسلام آباد كښې په ماشومه د تشدد معامله د سېنټ د بشري حقونو كمېټۍ ته واستوله

د سېنټ چيئرمېن اسلام آباد كښې په ماشومه د تشدد معامله د سېنټ د بشري حقونو كمېټۍ ته واستوله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د سېنټ چيئرمېن ميا رضا رباني اسلام آباد كښې په ماشومه د تشدد معامله د سېنټ د بشري حقونو كمېټۍ ته استولې او وئيلي ئې دي دا ډول پېښې تر عدالت محدود ساتل مناسب نه دي۔ په دې پېښه زما سر د شرم نه ټيټ شوے او مونږ ټول مجرمان يو۔ د ګل په ورځ د سېنټ غونډې په مهال د يو جج په كور كښې په يوې ماشومه د وحشيانه تشدد او د وفاقي پلازمينې څخه د څلورو كسانو د تښتونې په پیښه د غړو د خيالاتو څرګندونې څخه وروستو خپل ريماركس كښې د سېنټ چيئرمېن ووئيل اسلام آباد كښې په ماشومه د شوي تشدد معامله د سېنټ د بشري حقونو كمېسيون ته استوم۔

اګركه سترې محكمې د دې سوموټو نوټس هم اخستې۔ ده ووئېل چې پلټنې كېږي نو تورن معطل كولې شي۔ د كومو ججانو صاحبانو په كور كښې چې دا پیښه رامخې ته شوې هغوي دې معطل كړې شي۔ وقاص ګورایه‘ عاصم سعید ‘ احمد رضا ناصر‘ سلیم حیدر كوم چې جنورۍ څخه بې دركه دي قائد ايوان ته خواست دې چې داخله وزير يا د كورنيو چارو دوهم وزير ته ووائي چې په سېنټ كښې د څلورو واړو په اړه د شوي پېشرفت نه سېنېت خبر كړي۔ )وا/ض ض/وس/2131)