اولس مشر ممنون حسېن د كروز ميزائل بابر -3 په كاميابه تجربه قام ٬ سائسنمدارو او انيجينئرانو له مباركي وركړه

د کروز میزائل بابر۔3 تجربه د پاكستان دفاعي نظام كښې لوئې پرمختګ دے۔ اولس مشر ممنون حسېن

اولس مشر ممنون حسېن د كروز ميزائل بابر -3 په كاميابه تجربه قام ٬ سائسنمدارو او انيجينئرانو له مباركي وركړه
د کروز میزائل بابر۔3 تجربه د پاكستان دفاعي نظام كښې لوئې پرمختګ دے۔ اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن آبدوز څخه د توغولې شوي كروز ميزائل بابر -3 په كاميابه تجربه قام ٬ سائنسمدارو او انجينئرانو له مباركي وركړې ده ۔ د ګل په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د ميزائل دا تجربه د كوم هم هېواد په ضد نه ده بلكې مقصد ئې سيمه كښې د قوت توازن په ځائ ساتل دي۔ ده ووئيل کروز میزائل بابر۔

3 تجربه په پاكستاني دفاعي نظام لوئې پرمختګ دے او دې سره به د هېواد د پولو ساتنه لا باوري شي ۔ اولس مشر ووئيل کروز میزائل بابر۔3 مهم خصوصيات لري او دا نوې ټېكنالوجي لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې میرین لانچډ کروز میزائل بابر۔3 بحرِهند كښې د نامعلومه ځائې نه سمندر كښې دا ميزائل توغولې كوم چې د 450 كلوميټره په مسافت خپل هدف وويشتو۔ د بابر -2 تجربه تېر كال دسمبر كښې شوې وه۔ )وا/ض ض/وس/2131)