په كال 2016م كښې د كرپشن په ضد د خبرتيا كمپائن ډېر كامياب و٬

كمپائن به په كال 2017م كښې هم روان وي٬ نېب پاكستان د بدعنوانې نه د پاكولو عزم لري٬ بدعنواني د كېنسر په شان هېواد ته زيان رسوي۔ د قومي احستاب بيورو چيئرمېن چوهدري قمر زمان د نېب په هېډكواټرز كښې غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 07جنوری2016ء) د قومي احستاب بيورو چيئرمېن چوهدري قمر زمان وئيلي دي چې په كال 2016م كښې د كرپشن په ضد د خبرتيا كمپائن ډېر كامياب و٬ كمپائن به په كال 2017م كښې هم روان وي٬ نېب پاكستان د بدعنوانې نه د پاكولو عزم لري٬ بدعنواني د كېنسر په شان هېواد ته زيان رسوي۔ ده دا خبرې د نېب په مركزي دفتر كښې د كرپشن په ضد د خبرتيا كمپائن په اړه د جاج اخستنې د يوې غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔

ده ووئيل چې نېب سركاري٬ غېر سركاري تنظيمونو٬ مېډيا٬ سول سوسائټې او د ټولنې نورو بېلا بېلو طبقو سره په ګډه كمپائن چلولې دي او دا د ټولنې د ټولو طبقو لخوا ستائيل شوے دے۔ ده ووئيل چې د كمپائن په مهال بېلا بېل اقدامات شوي دي۔ ده ووئيل چې پلډاټ په خپل يو راپور كښې وئيلي دي چې 42 خلق په نېب باور لري٬ 30 فيصده خلق په پوليسو او 29 فيصده په نورو سركاري افسرانو باور كوي۔ ده ووئيل چې د ټراسپېرنسي انټرنېشنل د كرپشن پرسپشن په انډېكس كښې پاكستان د 126نه 117م نمبر ته راغلې دے۔ پاكستان دا كاميابي د نېب په هڅو ترلاسه كړے۔ ده ووئيل چې د نړيوال اقتصادي فورم او مشال پاكستان له مخې پاكستان د نړيوال اقتصادي فورم په نړيوال مسابقتي انډېكس كښې د 126 نه 122 نمبر ته راغلې دے۔ ﴿م ع/ م ع1830﴾