كال 2017م به د ضرب قلم د كال په توګه لمانځلې شي٬ وزيراعظم د 50 كروړه روپو د انډومنټ فنډ جوړولو نه علاوه شاعرانو او اديبانو لپاره مياشتنې وظيفه يو په دوه كړې او د وظيفې رقم ئې د 5 زرو نه زياتولو سره 13 زرو ته رسولې٬

د ليكوالو د مرګ په صورت كښې د مرستې پېسې هم زياتې كړې شوې دي٬ هر كال به په قومي او ځائي ژبو كښې په كتابونو د يوولسو په ځائ اوس 20 ايوارډونه وركولې شي٬ د هنر مندانو خېر ښېګړې لپاره وړاندېزونه تيارولو لپاره كميټي به د كنفرنس د ختمېدو نه سمدستي وروستو جوړولې شي٬ كمېټې به په يوه مياشت كښې خپل راپور مرتب كوي۔ د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي د ژبې٬ ادب او د ټولنې په موضوع د اكادمي ادبيات تر سيوري لاندې څلورم نړيوال كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 07جنوری2016ء) د وزيراعظم د قومي تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وئيلي دي چې كال 2017م به د ضرب قلم د كال په توګه لمانځلې شي٬ وزيراعظم د 50 كروړه روپو د انډومنټ فنډ جوړولو نه علاوه شاعرانو او اديبانو لپاره مياشتنې وظيفه يو په دوه كړې او د وظيفې رقم ئې د 5 زرو نه زياتولو سره 13 زرو ته رسولې٬ د ليكوالو د مرګ په صورت كښې د مرستې پېسې هم زياتې كړې شوې دي٬ هر كال به په قومي او ځائي ژبو كښې په كتابونو د يوولسو په ځائ اوس 20 ايوارډونه وركولې شي٬ د هنر مندانو خېر ښېګړې لپاره وړاندېزونه تيارولو لپاره كميټي به د كنفرنس د ختمېدو نه سمدستي وروستو جوړولې شي٬ كمېټې به په يوه مياشت كښې خپل راپور مرتب كوي۔

ده دا خبرې د خالي په ورځ د ژبې٬ ادب او د ټولنې په موضوع د اكادمي ادبيات تر سيوري لاندې څلورم نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د پنځوس كروړه روپو انډومنټ فنډ به د ډويژن له مخې د چلېدونكو ادارو چارې منظم كولو او د قلم د خاوندانو ستونزې حل كولو لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل چې 500 شاعرانو او اديباتو ته مياشتنې وظيفه وركولې شي٬ دا شمېره اوس يو په دوه كړې شوې او زرو ته رسول شوې۔

ده ووئيل چې وظيفه 500 روپې وه او اوس 13000 روپو ته رسول شوې۔ ده ووئيل چې د ايوارډونو شمېره د يوولسو نه زياتولو سره 20 ته رسول شوے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د هدايت له مخې به څه ايوارډونه ښځو او ځوان ليكونكو لپاره بېلولې شي۔ ده ووئيل چې د لائف انشورنس سكيم دائره تر 354 شاعرانو او اديبانو محدود ده٬ دا شمېره هم 700 ته رسول شوې ده۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د اعلان له مخې د انتظار حسېن ايوارډ قائم كړے شوے او د دې رقم به لس لكه روپې وي۔

ده ووئيل چې د قومي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن يو سكيم ته حتمي شكل وركوي چې پكښې د اديبانو٬ شاعرانو په خاص توګه د ځوان ليكونكو معياري تخليقات په سركاري خرڅ د طبع كولو پروګرام شامل دے۔ د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې د هنر مندانو خېر ښېګړې لپاره وړاندېزونه تيارولو لپاره كميټي به د كنفرنس د ختمېدو نه سمدستي وروستو جوړولې شي٬ كمېټې به په يوه مياشت كښې خپل راپور مرتب كوي۔﴿م ع/ م ع1830﴾