د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د مصر اولس مشر عبدالفتاح السېسي سره وليدل د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه او په رامخې ته شويو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه

د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د مصر اولس مشر عبدالفتاح السېسي سره وليدل د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه او په رامخې ته شويو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه

پېنډۍ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف قاهره كښې د مصر اولس مشر عبدالفتاح السېسي سره ليدلي دي ۔د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه او په رامخې ته شويو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال عاصم سلیم باجوہ ټوېټ له مخې په دې موقع د مصر اولس مشر عبدالفتاح السېسي د سيمه ايزې سلامتيا او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د هڅو ستائنه وكړه ۔

د پوځ سرلښكر په اسلامي نړۍ زور راوړو چې ھغوې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له يو موټې شي او خپل كردار ترسره كړي ۔دې څخه وړاندې د پوځ سرلښكر راحیل شریف د جامعه الازهر پوهنتون مشر شېخ الازهر سره ملاقات كړې۔شېخ الازهر د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كړې۔د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف په مسلمانانو ځوانانو زور رواړو چې تاسو له د روشن خيالۍ ٬ تكنيكي پرمختګ ٬ جدت او همغږۍ په لړ كښې خپل طاقت پكار راوستو ته اړتيا ده ۔د پوځ سرلښكر د مصر د سپېشل فورسز د تربيې مركز ته هم لاړو او وركړې كېدونكې تربيه ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)