د دفاع وزير خواجه آصف سره د تركيې پلاوي وليدل٬ وفاقي وزير د پاكستان او تركيه ترمينځه تاريخي او مثالي اړيكې او د تركيې اولس مشر طيب اردګان جمهوري اقدامات وستائېل

د دفاع وزير خواجه آصف سره د تركيې پلاوي وليدل٬ وفاقي وزير د پاكستان او تركيه ترمينځه تاريخي او مثالي اړيكې او د تركيې اولس مشر طيب اردګان جمهوري اقدامات وستائېل

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د دفاع وزير خواجه آصف د پاكستان او تركيې ترمينځه تاريخي او مثالي اړيكې او د تركيې اولس مشر طيب اردګان جمهوري اقدامات ستائېلي دي۔ د نهې پھ ورځ د تركيې د اعلٰی كچې پلاوي د دفاع وزير خواجه آصف سره وليدل۔ د دفاع وزير د پلاوي هركلے وكړو او فيكري ايسكا له يې د دفاع وزير پھ جوړېدو مباركي وركړه۔

ده دفاعي څانګو كښې د تركيه سره اړيكو ته د پراختيا وركولو د عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه ملګرو ملتونو٬او آئي سي٬اي سي او او د ډي اېټ په پلېټ فارم سيمه ايزې او ګڼ اړخيزې مرستې له شريكې هلې ځلې كوي۔ ده ووئيل افغانستان امن عمل كښې د تركيه ګډون د ډاډ وړ دے۔ ده ووئيل د افغان اولس پھ مشرۍ كښې د امن هڅو د لارې مستحكم او امن ناكه افغانستان د پاكستان خواهش دے۔

ده په اكتوبر 2015م كښې پھ انقره كښې د اعلٰی كچ پوځي مكالمې ډلې د 11م راؤنډ پھ كاميابۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په كراچي شپ يارډ اينډ انجينئرنګ وركس كښې د پاك بحريه كښې د ټينكر جوړولو كښې د تركيه مرستې مننه هم وكړه۔ ده ووئيل چې پاكستان د تركيې تربيتي الوتكې ترلاسه كولو او سپر مشتاق الوتكو خرڅولو كښې خوښي لري۔ ده اليكټرانك وار فيئرز ټېسټ او د پاك فضائيه تربيتي رينج پراجېكټ بشپړولو له د تركيه د دفاع وزارت كردار وستائېلو۔ (ص ف/م ع/وس/1936)