د پاكستان او چين د اقتصادي پروژې په نتيجه كښې به د معاشي پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔چين لپاره د پاكستان كونسل ايګزېكټيو ډائرېكټر ډاكټر فضل الرحمان مېډيا سره خبرې

د پاكستان او چين د اقتصادي پروژې په نتيجه كښې به د معاشي پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔چين لپاره د پاكستان كونسل ايګزېكټيو ډائرېكټر ډاكټر فضل الرحمان مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) چين لپاره د پاكستان كونسل ايګزېكټيو ډائرېكټر ډاكټر فضل الرحمان وئېلي دي د پاكستان او چين د اقتصادي پروژې په نتيجه كښې به د معاشي پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په پروژو كښې د پاكستان د څلورو واړو صوبو خوښي او اتفاق دا خبره واضحه كړی چې د څلورو واړو صوبو حكومتونه او اولس يو موټې دې۔

ده ووئيل دې پروژې په نتيجه كښې به د معاشي پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي او په ټول هېواد كښې به معاشي خوشحالي راشي۔ده ووئيل د چين معيشت پھ نړۍ كښې دوهم لويې معيشت دے ځكه روسيې تركيې٬ايران او ځينې نورو هېوادونو هم پھ دې پروژه كښې خوښي لرې۔ډاكټر فضل ووئيل د سي پیك له مخې په روانو پرمختيائي پروژو كښې غېر ملكي سرمايه كاري د پاكستان د كاميابو ضمانت دے ۔(م ع/ض ض/وس/1921)