د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې درېم پړاؤ به پھ مئي 2017 كښې ترسره شي۔د ګوادر بندر اتهارټي چيئرمېن

د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې درېم پړاؤ به پھ مئي 2017 كښې ترسره شي۔د ګوادر بندر اتهارټي چيئرمېن

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د ګوادر بندر اتهارټي چيئرمېن دوستين جمالدين وئېلي دي د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د پروژې درېم پړاؤ به پھ مئي 2017 كښې ترسره شي۔خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل پھ بيجنګ كښې د جے سي سي شپږمه غونډه پھ دې اعتبار د اهميت وړ ده چې په دې كښې د پاكستان د ټولو صوبو چارواكو پوره په تيارۍ ګډون كړی۔ده ووئيل د هغه پروژه ده چې ګټه به يې ټولو صوبو اولس او د منطقې نورو هېوادونو ته ورسي۔ده ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لارې پروژې دوهم پړاؤ ته داخلېږي او ډېرې زر به ترسره شي۔ده ووئيل بلوچستان ته به د دې پروژې تر ټولو زياته ګټه ورسي دغسې نورو صوبو ته به هم د پروژې ګټه رسي۔(م ع/ض ض/وس/1921)