وزیراعظم محمد نواز شریف سره د پټروليم او قدرتي وسيلو وزير وليدل وزیراعظم د ګاز مصرف كوٶنكو له د زياتو آسانيو وركولو امر وكړو

وزیراعظم محمد نواز شریف سره د پټروليم او قدرتي وسيلو وزير وليدل وزیراعظم د ګاز مصرف كوٶنكو له د زياتو آسانيو وركولو امر وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04جنوری2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د ګاز مصرف كوٶنكو له د زياتو آسانيو وركولو امر كړې دې ۔ وزيراعظم دا امر د شورو په ورځ د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي سره په خبرو كښې كړې چا چې په وزيراعظم هاٶس كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو ۔ وفاقي وزير وزیراعظم د وزارت په روانو منصوبو او په خاص توګه هېواد كښې د تېلو او ګاز لټون په اړه د پورته كړې شوو بېلا بېلو ګامونو په اړه خبر كړو۔

وزیراعظم د اېل اېن جي درآمد په پېشرفت او په بېلا بېلو څانګو له د ګاز وركولو نه هم خبر كړې شو۔ وزیراعظم وفاقي وزیر ته امر وكړو چې د ګاز مصرف كوٶنكو له زياتې آسانۍ وركړې شي۔ وزيراعظم د انرژۍ منصوبو په لړ كښې د شريكو رابطو زياتولو هم امر وكړو۔(م ع/ض ض/ګ ل/1610)