نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي ٬

د رېل وزير بائد د رېلوے منصوبو فزېبلټيز جوړولو لپاره خپل وزارت له ټېكنيكل اېډوائس وركولو سره صوبو له هم آسانۍ وركړي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د اعلې پائې غونډې ته وېنا وزیر اعظم له د سي پېك شريكې مرستې كمېټۍ د شپږمې غونډه په پرمختګ بريفنګ وركړے شو

نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي ٬
د رېل وزير بائد د رېلوے منصوبو فزېبلټيز جوړولو لپاره خپل وزارت له ټېكنيكل اېډوائس وركولو سره صوبو له هم آسانۍ وركړي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د اعلې پائې  غونډې ته وېنا وزیر اعظم له د سي پېك شريكې مرستې كمېټۍ د شپږمې غونډه په پرمختګ بريفنګ وركړے شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04جنوری2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي كومه چې زمونږ د كاميابو اقتصادي پاليسو او سرمايه كارۍ دوسته چاپېرچل عكاسي كوي۔ وزيراعظم د شورو په ورځ د لوړې كچې غونډې مشري كوله چې پكښې وزيراعظم په 29م دسمبر بيجنګ كښې د سي پېك شريكې مرستې كمېټۍ د شپږمې غونډې د پېشرفت په اړه خبر كړې شو۔

وزیراعظم ته ووئيل شول د 300 مېګاٶاټ برېښنا منصوبې لوظنانه لاس ليك شوې په كومه به چې ډېر زر كار پېل شې٬ د ګوادر واټر سپلائي منصوبه٬ روغتون ٬ ټېكنيكل انسټي ټيوټس او په صوبائي هېډكوارټرز كښې په ماس ټرنزټ رېلوے منصوبو هم په جے سي سي كښې خبرې شوې دي ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چين سي پې كښې د انډس كېس كېډ منصوبو جاج اخستو ته هم صلاح شوې ۔ وزیراعظم د اوبو او برېښنا وزارت ته د سي پېك له مخې د 1.5 اربه ډالرو ماليت د مټياري لاهور ټرانسمېشن لائن منصوبو په لوظنامه مباركي وركړه او د عملي كولو لپاره ئې په تندۍ د پېروۍ كولو امر وكړو۔

وزیراعظم په ماس ټرانزټ منصوبو كښې د څلورو واړو صوبو په شاملېدو د پاكستان پلاوي له مباركي وركولو سره د رېل وزير ته امر وكړو چې ھغه د رېلوے منصوبو فزېبلټيز له د خپل وزارت لپاره ټېكنيكل اېډوائس وركړي او صوبو له هم آسانۍ وركړي۔ وزیراعظم ووئيل د سترو لارو د رابطو منصوبو څخه به د پاكستان لرې پرتو سيمو كښې سرمايه كاري وكړې شي۔ وزیراعظم د سي پېك منصوبو په مجموعي پرمختګ د اطمينان څرګندونه وكړه۔

د صنعتي پارکس جوړولو پحقله وزیراعظم وفاقي چارواكو ته امر وكړو چې مجوزه ځايونو ته د برېښنا٬ ګاز او ټېلي مواصلاتو رسولو كار پېل كړئ۔ وزیراعظم دا خبره وستائله چې سي پېك منصوبو كښې صوبو له نمائندګي وركړې شوې او دا خبره ډېره مهمه ده ولې چې د دې منصوبو ګټه د وفاق په ټولو برخو يو برابر وېشلې شي۔ غونډه كښې د خزانې وزير سناتور اسحق ډار٬ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، د وزیراعظم سېكتر فواد حسن فواد او نورو چارواكو ګډون وكړو۔(م ع/ض ض/ګ ل/1610)