پاكستان چين سره د ملګرتيا ښې اړيكې لري٬ د اقتصادي لارې سره به نوروهيوادونو ته هم ګټه ورسي٬ په سي پيك په تندۍ سره كار روان دے ٬

سي پيك پروژه مخ په وړاندې بوتللو سره به تر ماليات٬ سائنس او ټيكنالوجي څانګوپراختيا وركولې شي۔ پاكستان كښې د چين سفير وي ډانګ چائنه سدرن ائير لائن دستوې ته وينا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) پاكستان كښې د چين سفير وي ډانګ وئيلي دي پاكستان چين سره د ملګرتيا ښې اړيكې لري٬ د اقتصادي لارې سره به نورو هيوادونو ته هم ګټه ورسي٬ په سي پيك په تندۍ سره كار روان دے ٬ سي پيك پروژه مخ په وړاندې بوتللو سره به تر ماليات٬ سائنس او ټيكنالوجي پراختيا وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ چائنه سدرن ائير لائن دستوې ته وينا كښې وكړه۔

د چين سفير ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه د چينائي اولس مشر د وژن عكاسي ده٬ چين پاكستان خپل نزدې ملګرې ګڼي۔ده ووئيل دې پروژې سره په ټوله سيمه كښې پرمختګ او سوكالي راشي۔ده ووئيل د چين او پاكستان ترمينځه هره ورځ پروازونه ځي راځي٬ هيله ده د دې پروازونو شميره به لا زياته شي۔ده ووئيل سي پيك عملي شكل خپل كړې او په تندۍ سره كار روان دے ۔ ده ووئيل د پاكستان او چين اولس ترمينځه رابطو زياتولو ته اړتيا ده او دې سره به د دواړه هيوادونو اولس يو بل ته نور هم نزدې شي۔(ص ف/ض ض/وس/1810)