د داروګانو په نرخ كښې زياتوالې سم نه دے٬ په غريبو خلكو بوج زياتېږي۔ د مسلم ليګ(ن) لارښود سناتور لېفټيننټ جنرل (ر) عبدالقيوم مېډيا سره خبرې

د داروګانو په نرخ كښې زياتوالې سم نه دے٬ په غريبو خلكو بوج زياتېږي۔ د مسلم ليګ(ن) لارښود سناتور لېفټيننټ جنرل (ر) عبدالقيوم مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود سناتور لېفټيننټ جنرال (ر) عبدالقيوم وئېلي دي چې د داروګانو په نرخ كښې زياتوالې سم نه دے٬په غريبو خلكو بوج زياتېږي۔ د نهې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اولس ته د داروګانو په كوالټۍ د وړومبي نه تحفظات دي او په نرخونو كښې زياتوالې هم سم نه دے٬ د داروګانو په نرخونو كښې زياتوالي سره پھ غريب خلكو بوج زياتېږي۔

ده ووئيل چې د روغتيا وزارت له د داروګانو په نرخونو كښې زياتوالې بېرته اخستل پكار دي۔ده ووئيل چې مقبوضه كشمير كښې يو ملين ځواكونه په كشميريانو د ظلم انتها كوي٬پوځ ته د بغېر اجازت كورونو ته د دننه تلو اجازت او دوه دوه كلونو زندان كښې ساتلو اجازت دے٬نړيواله ورورورلي دې په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي ۔ هند د بشري حقونو دا خلاف ورزۍ جائز ګرځوي۔ تركيه كښې دننه درې ورځې په ريمانډ اخستلو د د بشري حقونو نړيوالو ادارو د بشري حقونو پھ خلاف ورزو پرچه وركړی٬ دې دارو ته مقبوضه كشمير دننه د هندي ظلم او بشري حقونو خلاف ورزۍ ولې په نظر نه راځي۔(ص ف/م ع/وس/1936)