كابينه سېكټرېټ لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه (نن) كېږي

كابينه سېكټرېټ لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه (نن) كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) كابينه سېكټرېټ لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه (نن) د شورو په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چيئرمېن رانا محمد حيات خان په مشرۍ كښې كېږي۔ غونډه كښې به د تېرې غونډې د مسودې توثيق ٬ د فېډرل پبلك سروس كمېسون (بدلون) بل 2016 ٬ د نېشنل كنفلېټ آف انټرسټ بل 2016 او عربي لازمي تعليم بل 2014 باندې غور كولې شي او كمېټي به د خپلو وړاندېزونو د عملي كولو جاج اخلي۔ کمېټۍ ته به د اسلام آباد نرسز وېلفئېر اېسوي اېشن تحفظ پحقله سي ډي اے بريفنګ وركوي۔ غونډه كښې به د اسلام آباد ځپليو ته د متبادل ځائ وركولو او د ګرېنډ حيات هوټل په تازه وضعه اړوند چارواكي بريفينګ وركوي ۔(وا/ض ض/ګ ل/2126)