په وزيراعظم كوم تور ثابت نه كړے شو٬د كوم فليټ٬مني لانډرنګ يا اثاثو پټولو سره د وزيراعظم هېڅ تعلق نشته ځكه د نامې ويستلو لپاره به عدالت ته خواست كوو٬

عمران خان د ګاډي يا ورځپاڼې خبر نه دستاويز مېډيا له وركړی او د مبهمولو هڅه يې كړې٬دا دستاويز"منروا"رد كړی٬جهانګير ترين او عمران خان دواړه د افشور كمپنو باباګان دي٬د هغوي جعلي ثبوتونه وړاندې هم رد شوي٬يو ځل بيا دوي په جعلي ثبوتونو عدالت ته تللي ٬عدالت كښې د اورېدونكې مقدمې په اړه خبره نه كوو مونږ د عدالت احترام كوو٬د عمران خان د پرېس كنفرنس په غبرګون خپله خبره كوو٬كه هغه كوټلي ثبوتونه لري نو عدالت ته دې وړاندې كړي۔د دوهم وزير محمد زبير٬پارلماني سېكتر محسن شاهنواز رانجها او دانيال عزيز خبري كنفرنس

په وزيراعظم كوم تور ثابت نه كړے شو٬د كوم فليټ٬مني لانډرنګ يا اثاثو پټولو سره د وزيراعظم هېڅ تعلق نشته ځكه د نامې ويستلو لپاره به عدالت ته خواست كوو٬
عمران خان د ګاډي يا ورځپاڼې خبر نه دستاويز مېډيا له وركړی او د مبهمولو هڅه يې كړې٬دا دستاويز

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) د مسلم ليګ(ن)لارښود وئېلي دي په وزيراعظم كوم تور ثابت نه كړے شو٬د كوم فليټ٬مني لانډرنګ يا اثاثو پټولو سره د وزيراعظم هېڅ تعلق نشته ځكه د نامې ويستلو لپاره به عدالت ته خواست كوو٬عمران خان د ګاډي يا ورځپاڼې خبر نه دستاويز مېډيا له وركړی او د مبهمولو هڅه يې كړې٬دا دستاويز"منروا"رد كړی٬جهانګير ترين او عمران خان دواړه د افشور كمپنو باباګان دي٬د هغوي جعلي ثبوتونه وړاندې هم رد شوي٬يو ځل بيا دوي په جعلي ثبوتونو عدالت ته تللي ٬عدالت كښې د اورېدونكې مقدمې په اړه خبره نه كوو مونږ د عدالت احترام كوو٬د عمران خان د پرېس كنفرنس په غبرګون خپله خبره كوو٬كه هغه كوټلي ثبوتونه لري نو عدالت ته دې وړاندې كړي۔

د نهې پھ ورځ دوهم وزير محمد زبير پارلماني سېكتر محسن شاهنواز رانجها او دانيال عزيز په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو٬دوي ووئيل عمران خان خبري كنفرنس او ځينې كاغذونه مېډيا له وركړی حال دا دے چې كيس عدالت كښې اورېدونكے دے او ججانو وړاندې هم وئېلي چې بهر عدالتونه مه لګوې۔دوي ووئيل مونږ د عداليه احترام كوو او كله چې زمونږ پھ ضد بې بنسټه ډنډوره وشي نو د نواز شريف سره مينه لرونكي زمونږ نه غبرګون غواړي۔

دوي ووئيل عمران خان چې د وزيراعظم په ضد كومه خبره هم كوي هغه دې عدالت كښې وكړي۔دوي ووئيل يو ځل بيا كيس اورېدونكے دے مونږ په عدليه بشپړ باور لرو٬مونږ د عدليه او الېكشن كميسون آف پاكستان پشمول د پاكستان په ټولو ادارو باور لرو۔دانيال عزيز ووئيل پي ټي آئي د پاكستان په سياسي چاپیرچل كښې يو نوې ډول سياست معرفي كړی۔اول دوي نوي وو اوس اولس پیژندلې دي۔

د دهرنو پھ مهال د ټګۍ په اړه دوي د الېكشن كمېشن افضل خان د لارې بيانونه وركړل۔وروستو افضل خان د چيف جسټس افتخار چوهدري په عدالت كښې بخښنه وغوښته او وې وئېل ما چې كوم بيانونه وركړي وو هغه بې بنسټه وو۔ده ووئيل د پانامه پېپرز خبر په اكتوبر 2016 كښې راغلې ؤ او نن چې دوي كوم دستاويز وړاندې كړی هغه پكښې شامل نه وه۔ده ووئيل د يو هېواد د پخواني وزيراعظم او خارجه وزير پھ اړھ چې كوم ناوړه ژبه كارولې شوې پھ هغې خفګان لرو ٬ ده ووئېل پي ټي آئي ته معلوم شوې چې دوي ټول ټاكنې ګټلې نشي۔

د دوي د ګوند مرستياله خلق دوي نه بېلېږي ولې نه چې بيا بيا دروغ وائي۔محسن شاهنواز رانجها ووئيل دا كيس اورېدنه عدالت كښې اورېدلې كېږي۔پھ دې بحث كېدې نشي۔د يوې پوښتنې په ځواب دانيال عزيز ووئيل د مېډيا يو چينل بي بي سي او د جاوېد چوهدري په پروګرام كښې د حسېن نواز مركه څو څو وارې په بدل ډول وړاندې كوي۔)وا/ض ض/وس/2126)