راجه ظفرالحق د آسيا پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكل شو

راجه ظفرالحق د آسيا پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكل شو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د آسيا پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكل شو۔په دې موقع راجه ظفرالحق ووئيل چې د منطقې جامع سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كار كول زموڼږ شريكه ذمه واري ده۔ده ووئيل چې د قائمه كمېټۍ غونډې د آسيا مربوط او موثر پرمختګ لپاره په شريكه د كار كولو موقع وركړې۔ده هيله څرګنده كړه چې ګډون كونكي به آسيائي هېوادونو ته د ورپیښو مسئلو حل لپاره ګټور تجويزونه وړاندې كړي۔(م ع/ګ ل/وس/1712)