آسيائي هېوادونه دې د منطقې امن او استحكام لپاره خپل اختلافات او شخړې هوارې كړي۔ميا رضا رباني

آسيائي هېوادونه دې د منطقې امن او استحكام لپاره خپل اختلافات او شخړې هوارې كړي۔ميا رضا رباني

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني آسيائي هېوادونو ته وئېلي دي چې هغوي دې آسيائي هېوادونه دې د منطقې امن او استحكام لپاره خپل اختلافات او شخړې حل كړي۔د نهې پھ ورځ د آسيائي پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې آسيا ګڼ اړخيزه چېلنجونو سره مخ ده او وخت راغلې چې ټول هېوادونه په خپل مينځ كښې اتحاد پېدا كړي او د خپل اولس د غربت او جهالت خاتمې لپاره په ګډه كار وكړي۔

ده ووئيل چې بايد د آسيا لويې هدفونه ترلاسه كولو لپاره اقدامات وكړې شي۔رضا رباني وئيل چې د جمو او كشمير او د فلسطين د مسئلو حل كولو ضرورت دے۔د غونډې په پېل كښې په ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې د وژل شويو كسانو په ياد كښې يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړی شوه۔(م ع/ګ ل/وس/1712)