د بلوچستان سباؤن روښانه دے٬بلوچستان د پرمختګ او خوشحالۍ نوي منزل پلو روان شوے كومې له به چې د پاكستان او چين اقتصادي لاره مهم كردار ترسره كوي٬

د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په روټ كښې د يو اېنچ بدلون هم نه دې راوستې شوې٬دا خبره به باوري كولې شي چې د بلوچستان پشمول د هېواد كومه برخه هم د دې لارې د ګټې نه محرومه پاتې نه شي۔د اولس مشر ممنون حسېن د قائد ورځې په اړه راجوړې شوې دستورې ته وېنا

د بلوچستان سباؤن روښانه دے٬بلوچستان د پرمختګ او خوشحالۍ نوي منزل پلو روان شوے كومې له به چې د پاكستان او چين اقتصادي لاره مهم كردار ترسره كوي٬
د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په روټ كښې د يو اېنچ بدلون هم نه دې راوستې شوې٬دا خبره به باوري كولې شي چې د بلوچستان پشمول د هېواد كومه برخه هم د دې لارې د ګټې نه محرومه پاتې نه شي۔د اولس مشر ممنون حسېن د قائد ورځې په اړه راجوړې شوې دستورې ته وېنا

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د بلوچستان سباؤن روښانه دے٬بلوچستان د پرمختګ او خوشحالۍ د نوي منزل پلو روان شوے كومې له به چې د پاكستان او چين اقتصادي لاره مهم كردار ترسره كوي٬د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په روټ كښې يو د اېنچ بدلون هم نه دې راوستې شوې٬دا خبره به باوري كولې شي چې د بلوچستان پشمول د هېواد كومه برخه هم د دې لارې د ګټې نه محرومه پاتې نه شي۔

اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د قائد ورځې په اړه راجوړې شوې دستورې ته د وېنا په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل د بلوچستان بدې ورځې ختمې شوي او اوس د بلوچستان سباؤن روښانه دے۔ده ووئيل په راتلونكې كښې به پاكستان د منطقې تر ټولو مهم هېواد وي٬ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح د بلوچستان په اړه چې كوم امكانات په ګوته كړي وو نن پھ حقيقت بدلېږي۔

اولس مشر ووئيل ما يو ځل په دې ګورنر هاؤس كښې وئېلي وو چې كه بلوچستان د اقتصادي لارې د ګټې نه محروم پاتې كېږي نو بيا مونږ ته د دې لارې هېڅ ضرورت نشته٬زه نن هم پخپل بيان قائم يم او واضحه كووم چې رياست او رياستي ادارې به د اقتصادي لارې په لړ كښې د بلوچستان پشمول د ټول هېواد د ګټې تحفظ كوي۔په دستوره كښې د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي٬د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀ الله زهري٬صوبائي وزيرانو او د اسمبلۍ غړو د سدرن كمانډ كمانډر لېفټيننټ جنرال عامر رياض او د تحريك پاكستان د كارمندانو كورنيو په لويه شمېره ګډون كولو۔

اولس مشر د تحريك پاكستان په اړه ووئيل د بابائے قوم ملګري پھ لويه شمېره د بلوچستان په بېلا بېلو برخو كښې خپاره شوي وو كومو چې د تحريك پاكستان په زمانه كښې پھ اولس كښې بېداري راپېدا كړې وه او هم دا وجه ده چې په كال 1946 كښې د كوئټه په بلدياتي ټاكنو كښې پھ كاميابۍ قائداعظم په خوشحالۍ وئېلي وو ولډن بلوچستان۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح پھ تحريك پاكستان كښې د ځايې زده كوونكو د كردار او ولولې نه ډېر متاثره وو او دوي ته به يې نران بلوچ ځوانان وئېل۔

اولس مشر ووئيل بابائے قوم به وئېل بلوچستان د پاكستان سباؤن دے او دا اولس زما زړه ته ډېر نزدې دے ۔قائد وئېلي وو بلوچستان يوه هيره ده او تراشلو لپاره يې د يو كارپوهه ضرورت دے كله چې دا هيره وتراشلې شي نو نړۍ به ورته حېرانه پاتې شي۔اولس مشر ووئېل د بلوچستان د سباؤن په اړه د قائداعظم بصيرت او دور آنديشي د حېرانونكې ده چې د بلوچستان په لړ كښې د نن نه 70 ٬ 80 كاله وړاندې هغه كوم امكانات پھ ګوته كړي وو نن پھ حقيقت بدلېږي۔

اولس مشر ځوانانو ته ووئيل د اقتصادي لارې پشمول د نورو پرمختيائي پروژو نه جې صوبه كښې كوم امكانات راپېدا كېدونكې دي تاسو خپل ځان د دغې استفاده لپاره چمتو كړې۔اولس مشر ووئيل ما نيوټيك ته امر كړې چې هغه دې د بلوچستان ځوانانو لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې تربيې لپاره خاص كورسونه جوړ كړي دغسې چې د بلوچستان ځوانان د روزګار زياتې موقعې ترلاسه كړي او په دې لړ كښې نمل پوهنتون ته هم امر شوے چې هغوي پھ ګوادر كښې د چينائي ژبې زده كړې لپاره خپل كېمپس جوړ كړي٬ اول مشر ممنون حسېن ووئېل دې مقصد لپاره مو د ايوان صدر خرڅونه كم كړي او نمل له ډېرې پېسې هم وركړې شوي او په پروژه هم كار پېل شوې۔

ده ووئيل د حكومت نېشنل ايكشن پلان له مخې د كړو كاروائيو د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي٬كاروبار وده كوي او د اولس اعتماد زياتېږي۔اولس مشر ووئيل د تحريك پاكستان مشران او د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ملګري زمونږ محسنان دي او د دوي احترام په مونږ لازم دے۔(م ع/ض ض/وس/1908)