آصف علي زرداري سهېل ملك سره د ھغه د ورور په مړينه خواشينې وښودله

آصف علي زرداري سهېل ملك سره د ھغه د ورور په مړينه خواشينې وښودله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) د پاکستان پخواني اولس مشر او د پیپلز ګوند صدر آصف علي زرداري د ورځپاڼې نوائے وقت فوټو ګرافر سهېل ملك سره د ھغه د ورور په مړينه خواشيني ښودلې ده ۔ د پیپلز ګوند سېكټرېټ لخوا د غمرازۍ په جاري شوي بيان كښې آصف علي زرداري سهېل ملك سره د ھغه د ورور ملك عارف کریم په مړينه خواشيني ښكاره كولو سره دعا كړې چې لوے څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1727)