کرسمس ټرېن د يوالي او امن پېغام سره روان كړې شوې۔

خواجه سعد رفيق د کرسمس ټرېن مقصد خواخوږۍ او روادارۍ ته وده وركول دي۔ كامران مائيكل

کرسمس ټرېن د يوالي او امن پېغام سره روان كړې شوې۔ 
خواجه سعد رفيق د کرسمس ټرېن مقصد خواخوږۍ او روادارۍ ته وده وركول دي۔ كامران مائيكل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفیق وئيلي دې د نيمې وچې په تاريخ كښې په وړومبي ځل مذهبي همغږۍ له كرسمس ټرېن چلولې شي كوم چې د يوالي او امن پېغام سره روان كړې شوې٬ د مسيحي ټولنې هېواد له خدمات د نه هېرېدو دي۔ د كرسمس ټرېن پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د كرسمس په موقع د دې ډول ټرېن چلولو مثال نه شته٬ ټرېن د يوالي او امن پېغام سره روان كړې شوې۔

ده ووئېل د پاکستان بېرغ د اقلتيي ټولنې نه غېر بشپړ نه دے۔ده ووئيل د پاكستان آئين ټولو وګړو له يو برابر موقعې وركوي۔ ده ووئيل پاکستان د امن، محبت او خوشحالۍ به مركز جوړولې شي۔وفاقې وزير ووئيل د ورورولۍ نه غېر مونږ مخ په وړاندې تګ نه شو كولې۔ په دې موقع د بشري حقونو وفاقي وزير کامران مائیکل ووئيل د کرسمس ټرېن مقصد خواخوږۍ او روادارۍ ته وده وركول دي۔ د رېل پرانسته د اسلام آباد مارګله رېلوے سټېشن څخه د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د بشري حقونو وزير كامران مائيكل وكړه۔ امن ټرېن به ماښام پېښور ته رسي او دغسې د ټول هېواد سفر نه پس به په 31 دسمبر خپل مزل ترسره كولو سره كراچۍ ته رسي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1810)