ټول هېواد كښې به مسيحي ټولنه په 25م دسمبر خپل مذهبي اختر"كرسمس" په جوش او ولوله لمانځلي

ټول هېواد كښې به مسيحي ټولنه په 25م دسمبر خپل مذهبي اختر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د اسلام آباد پشمول ټول هېواد كښې به مسيحي ټولنه په 25م دسمبر خپل مذهبي اختر"كرسمس" په جوش او ولوله لمانځلي۔ په كليسو او مسيحي آباديو كښې به د كرسمس په لړ كښې خاص دستورې كولې شي۔ په دې موقع به د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او سلامتيا له خاص دعاګانې كولې شي۔ د يادونې وړ ده چې مسیحي ټولنه هر كال د حضرت عیسیٰؑ د زېږدنې ورځ په لړ كښې په 25م دسمبر كرسمس اختر لمانځي كوم چې د عيسٰې عليه السلام زېږدې په لړ كښې د خوشحالۍ او امن په توګه لمانځلې شي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1810)