سېنېټ كښې د سټېټ بانك د پنځو څانګو د كراچې نه د منتقلولو په معامله د التوا تحريك رد كړے شو

سېنېټ كښې د سټېټ بانك د پنځو څانګو د كراچې نه د منتقلولو په معامله د التوا تحريك رد كړے شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21دسمبر2016ء) سېنېټ كښې د سټېټ بانك د پنځو څانګو د كراچې نه د منتقلولو په معامله د التوا تحريك رد كړے شوے دے ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په دې لړ كښې طاهر حسېن مشهدي د التوا تحريك منظورې لپاره وړاندې كړو۔ د خزانې قائمه كمېټې چيئرمېن سليم مانډوي والا ووئيل په ابتدائي توګه داسې پروګرام ؤه خو بيا د كمېټې غونډې ته ووئيل شول چې دا پلان پرېښودے شوے ۔ د دې سپيناوې نه پس چيئرمېن دا تحريك بحث لپاره منظور نه كړو.