د اي او بي آئي پنشن په زياتولو غور نه دې روان ۔ د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير

د اي او بي آئي پنشن په زياتولو غور نه دې روان ۔ د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21دسمبر2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوي دي د اي او بي آئي د لږ نه لږ پنشن 5250 روپې دے٬ د اي او بي آئي پنشن په زياتواو كوم تجويز غور نه كيږي ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور ميا عتيق شېخ او د اعظم سواتي د پوښتنو په ځواب كښې د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير پير صدرالدين شاه راشدي ايوان ته ووئيل اي او بي آئي بنك الفلاح سره د اي او بي آئي پنشن اخستونكو ته د كوم هم بنك د لارې په اے ټي اېم مشين د پنشن وركولو لوظنامه كړې او په دې لړ كښې ټولې قانوني تقاضې تر سره كړې شوې۔ ده ووئيل د اي او بي آئي كم نه كم پنشن 5250 روپې دے۔