د دالبندين يك مچھ سيمې ته نزدې ترافيكي پېښه – 7 تنه مړه

د دالبندين يك مچھ سيمې ته نزدې ترافيكي پېښه – 7 تنه مړه

کوئټه(پاکستان نیوز پوائنٹ 17دسمبر2016ء) د دالبندین يك مچھ سيمې ته نزدې د كوچ او ټرېلر ترمينځھ د ټكر پېښې په نتيجه كښې 7 تنه مړه او 8 نور ژوبل شوي دي۔ د چاغي دوهم كمشنر شهك بلوچ ترمخه د خالي په ورځ يك مچھ ته نزدې کټ لانډھی كښې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې كوچ او ټرېلر يو بل سره ټكر شول او په دواړو اور ولګېدو۔ د پېښې په نتيجه كښې 7 تنه مړه او 8 نور ژوبل شويدي۔ ژوبل كسان د كوئټې روغتون ته رسولې شوي دي۔ پېښې څخه سمدستي وروستو لېويز اهلكارو د مرستې كاروائۍ پېل كړې۔