د سي پېك منصوبې بشپړ كېدو سره به معاشي انقلاب راشي۔ مياں وسيم اختر شېخ

د سي پېك منصوبې بشپړ كېدو سره به معاشي انقلاب راشي۔ مياں وسيم اختر شېخ

قصور(پاکستان نیوز پوائنٹ 17دسمبر2016ء) د سي پېك منصوبې سره به معاشي انقلاب راشي او غريبي به ختمه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د قامي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو كمېټۍ غړي مياں وسيم اختر شېخ د مسلم ليګ نون لارښود حاجی منظوراحمد لور واده په مهال خبريالانو او د ګوند غړو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اقتدار ته د رسېدو يواځنۍ لاره اولسي خذمت دے۔

د كركې او تورونو لګولو سياست هېواد وروستو بوځي۔ ده ووئيل د وزیراعظم میاں محمدنوازشریف په مشرۍ كښې هېواد د تېر وخت نه زيات مضبوط او سوكالھ شوې۔ ده ووئيل د سی پېک په اړه كومه مخصوص ټرېډ پالیسی جوړه كړې شوې نه ده۔ ده ووئيل د آزادانه تجارت لوظنامه كښې به د هېواد د ګټو ساتنه باوري كول وي۔ ده زياته كړه چې پاك پوځ امن په ځائې كولو او د جرمونو ختمولو له د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو استعداد لا ښه كولو له كوټلي ګامونه پورته كوي۔