برينجرز حېدر آباد كښې د ترهه ګرۍ هڅه شنډ كړه٬ځانمرګې بريد كونكې مړ٬ ځانمرګې جېكټ او وسله برآمد

برينجرز حېدر آباد كښې د ترهه ګرۍ هڅه شنډ كړه٬ځانمرګې بريد كونكې مړ٬ ځانمرګې جېكټ او وسله برآمد

كراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) د پاكستان رينجرز(سندھ)لطيف آباد لمبر 12 حېدرآباد كښې د ترهه ګرۍ هڅه شنډولو سره يو ځانمرګي بريد كونكے وژلې دے۔د جمعې پھ ورځ د رينجرز لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې يو ځانمرګي بريد كونكې د وهاب علي امام باړې حدود ته د جمعې لمونځ پھ مهال د داخلېدو هڅه كولو سره د رينجرز پھ موبائل د لاسي بم بريد وكړو۔د رينجرز ځوانانو په وخت كاروائي سره ځانمرګي بريد كونكې په موقع ووژلو۔د ځانمرګي بريد كونكي څخه ځانمرګې جېكټ٬وسله او ايمونېشن هم ترلاسه شوې۔