پاكستان په لائن آف كنټرول د هندي پوځ د ډزو او د سكول ماشومانو ګاډي په نخښه كولو غندنه وكړه ٬د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته راوبللې شو

پاكستان په لائن آف كنټرول د هندي پوځ د ډزو او د سكول ماشومانو ګاډي په نخښه كولو غندنه وكړه ٬د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته راوبللې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) پاكستان په لائن آف كنټرول نيكيال سېكټر كښې د هندي پوځ لخوا د سيزفائر خلاف ورزۍ او د سكول د ماشومانو ګاډي په نخښه كولو غندنه كولو سره هند ته سخت احتجاج رېكارډ كړے ۔د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ د جمعې پھ ورځ خارجه دفتر ته رابللې شوې او د احتجاج مراسله هغه ته وركړې شوې۔د خارجه دفتر وياند له مخې(د سوئېلي آسيا او سارك)دوهم ډائرېكټر ډاكټر محمد فيصل د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه راوبللې او د جمعې پھ ورځ په اېل او سي نيكيال سېكټر كښې د هندي پوځ لخوا د سيز فائر خلاف ورزي او سكول ګاډې په نښه كولو ئې سخته غندنه كړې ده چې په نتيجه كښې يو سوېلين شهيد او څلور ماشومان ژوبل شوي۔

ده ووئيل قصد ًا سول آبادۍ٬كلي٬عام ټرانسپورټ او سكول ګاډي په نښه كولو چې څومره غندنه وشي لږه ده او دا د بشري حقونو او نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔وياند ووئېل دوهم ډائرېكټر په هند زور راوړو چې هغوي د سيز فائر لوظ نامې احترام او اوسنې او نورو سيز فائر خلاف ورزو پلټنې وكړي۔ده ووئيل هند دې خپل ځواكونه د ډزبندۍ لوظ نامې پابند كړي او د كليو او سوېلين په نخښه كولو نه دې ډډه وكړي۔