د پاکستان او کولمبیا ترمينځه پارلیمانی رابطو ته وده وركولو له به سینیټ كښې پاکستان کولمبیا فرینډ شپ ډله جوړولې شي۔ د سېنېټ چیئرمین او د کولمبیا سفیر د ملاقات پھ مهال سلا شول

د پاکستان او کولمبیا ترمينځه  پارلیمانی رابطو ته وده وركولو له به سینیټ كښې  پاکستان کولمبیا فرینډ شپ ډله جوړولې شي۔ د سېنېټ چیئرمین او د کولمبیا سفیر د ملاقات پھ مهال سلا شول

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) د پاکستان او کولمبیا ترمينځه پارلیمانی رابطو ته وده وركولو له سینیټ كښې به پاکستان کولمبیا فرینډ شپ ډله جوړه كړې شي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كول او د يوبل تجربو څخه استفاده كول دي۔ پھ دې خبره اتفاق د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني او د كولمبيا سفير جان الفريډو پينټو ساويدرا ترمينځھ د زيارت پھ ورځ شوې ملاقات كښې راغلې۔

پارلېمنټ هاؤس كښې په دې ملاقات كښې سناتور شبلي فراز هم موجود وو۔د سېنېټ چيئرمېن پھ دې موقع خبرو كښې ووئيل پاكستان كښې جمهوريت ارتقائي پړاؤ څخه تېرېږي او د هېواد غوره سباؤن پرله پسې او مضبوط جمهوريت سره تړلې دې۔ ده ووئيل چې د شخړو هوارولو او د بېلو ادارو ترمينځه آئيني حدونه مقرر كولو كښې د كولمبيا تجربات ښه او ګټور دي۔ پھ دې لړ كښې نه يوازې مونږ د خپلو صوبو ترمينځه اختلافات په ښه ډول د منځھ وړلې شو بلكې د كولمبيا تجرباتو په رڼا كښې همغږۍ او قامي يووالي له وده وركولو كښې هم مرسته ترلاسه كولې شو۔ د دې څخه وړاندې د كولمبيا سفيري د دستور ګلۍ هم دوره وكړه او د پاكستان جمهوري او آئيني تاريخ په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل۔