د څو لسيزو راهسې د ازمېښتونو ښكار پاكستان اوس مخ په وړاندې روان دے ٬

زلمي دې ځان د اقتصادي لارې انقلاب څخه د رامخې ته كېدونكو موقعو نه ګټه پورته كولو له چمتو وساتي٬ پاك چین اقتصادي لارې سره به د پاكستان معيشت لا قوي شي٬ سباون كښې به د پاكستان پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي٬ مېنځنۍ آسياء او ټوله منطقه د نوو امكاناتو څخه ګته پورته كولو لپاره پاكستان ته د اميد په سترګو ګوري۔ د اولسمشر ممنون حسېن په غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ آف انجینئرنګ سائنسز اېنډ ټېکنالوجي كښې دستورې ته وېنا

د څو لسيزو راهسې د ازمېښتونو ښكار پاكستان اوس مخ په وړاندې روان دے ٬ 
زلمي دې ځان د اقتصادي لارې انقلاب څخه د رامخې ته كېدونكو موقعو نه ګټه پورته كولو له چمتو وساتي٬ پاك چین اقتصادي لارې سره به د پاكستان معيشت لا قوي شي٬ سباون كښې به د پاكستان پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي٬  مېنځنۍ آسياء او ټوله منطقه د نوو امكاناتو څخه ګته  پورته كولو لپاره پاكستان ته د اميد په سترګو ګوري۔ د اولسمشر ممنون حسېن په غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ آف انجینئرنګ سائنسز اېنډ ټېکنالوجي كښې دستورې ته وېنا

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) اولسمشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان چین اقتصادي لارې سره به د پاكستان معيشت لا قوي شي٬ سباون كښې به د پاكستان پرمختګ له نوې لارې پرانستلې شي ٬ مېنځنۍ آسياء او ټوله منطقه نوو امكاناتو څخه ګټه پورته كولو لپاره پاكستان ته د اميد په سترګو ګوري۔اولس مشر دا خبرې ټوپۍ كښې د غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ آف انجینئرنګ سائنسز اېنډ ټېکنالوجي دستورې ته وېنا كښې وكړې۔

په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ آف انجینئرنګ سائنسز اېنډ ټېکنالوجي رېكټر جهانګیر بشر او اېګزېکټو ډائریکټر شکیل دراني، د انجينئرنګ سائنس اېنډ ټېكنالوجي ودې لپاره د سوسائټۍ صدر انجینئر شمس الملك سره سره زده كوٶنكې او نور شخصيات هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل سي پېك څخه ګټه پورته كولو له د منطقې نور هېوادونه هم راضي شوې چې ترې د دې منصوبې د اهميت اندازه لګېدې شي۔

اولس مشر ووئيل هنر مندو زده كوٶنكو له پاكستان كښې د مخ په وړاندې تګ ډېر موقعې شته او د سي پېك په شكل كښې زمونږ ځوانان دې څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ ده ووئېل ټولنه كښې د بډو ذكر كولو سره اولس مشر ووئيل كرپشن هېواد ته زيان رسولې او د دې خاتمې له به ادارو سره سره مونږ له هم په ګډه خپل كردار لوبول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د داسې بدعنوانه عناصرو څخه معاشرتي بائيكاټ كول وي څوك چې په دې ناوړه كار كښې ككړ دي۔

اولس مشر ووئيل مونږ له د لوړو زده كړو معيار لا ښه كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د پرمختللې هېوادونو مقابلې له ضروري ده چې مونږ جديدو زده كړو ته زيات پام وكړو۔ده ووئيل د پاكستان د خرابۍ وخت لاړ اوس مونږ د رڼاګانو پلو روان يو او دا راڼاګانې د پرمختګ په شكل كښې زمونږ اوسني او راتلونكي نسل لپاره دي۔ ده ووئيل مونږ په ترهه ګرۍ قابو موندلو سره نړۍ ته دا پېغام وركړې چې مونږ عزم لرونكے او همت لرونكے قام يو۔

اولس مشر د انجونو په زده كړه ټينګار كولو سره ووئيل زدكړې كوٶنكې انجونه دې بې امتيازه فني او جديدې زده كړه وكړي ولې چې دا د دوي حق دے ۔ ده ووئيل ځوان كل له د نورو تهذيبونو پېروي كولو په ځائ خپل تهذيب او كلتور ته كتل پكار دي۔ده ووئيل ښه تعليمي ادارې د قام د سباٶن ضامن وي او غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ د پاكستان په ادارو كښې پياوړې اداره ده۔

ده ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې د تحقيق كار ښه روان دے او دا تحقيقي هلې ځلې ګټور او قامي پرمختګ له قوي بنياد ګرځي۔ ده ووئيل د دې ادارې زده كوٶنكو ته په درنه سترګه كتلې شي او كومه چې ادارې او هېواد له د درناوي خبره ده ۔ اولس مشر زده كوٶنكو ته ووئيل پاكستان ته ستاسو غوندې د هنر منده ځوانانو حاجت دے ۔ اولس مشر په دې موقع تجويز وركړو چې غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ سينئر استاذان او د بېلا بېلو څانګو مشرانو پشمول " اپلائيډ ريسرچ سنټر" غوندې مشاورتي اداره دې جوړه كړې شي كومه چې د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې تحقيق د عملي ژوند تقاضو سره برابرولو له ګامونه تجويز كولو سره د نوو لارو ټاكنه هم وكړي۔

اولس مشر د غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ زده كوٶنكو او استاذاتو ته په كاميابو مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې ھغوي دې خپلې هڅې دوام دارې وساتي ۔ دې څخه وروستو د پوهنتون رېكټر اولس مشر ته د ادارې دورې په موقع د يادګار په توګه سوېنئر وړاندې كولو سره سره د غلام اسحاق خان انسټي ټیوټ د بېلا بېلو څانګو د كاميابو راپور هم وړاندې كړو ۔ دستورې ته د بورډ آف ګورنرز صدر انجینئر شمس الملك هم وېنا وكړه۔