د سي پېك په نتيجه كښې به په بلوچستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي٬

د پروژې د لوېديز روټ په اړه شبهات غلط ثابت شوي٬ په دې روټ د چين څخه وړومبې تجارتي قافله مېنځني ختيز لپاره تللې٬ په دريو كلونو كښې به يوولس زره مېګاواټه برېښا په قامي نظام كښې شامله شي۔ د ديامر بھاشا بند پرانسته به راتلونكې كال وكړې شي٬ د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې شرح نمو په ځانګړې توګه زياته شوې۔ د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د سي پېك په نتيجه كښې به په بلوچستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي٬ د پروژې د لوېديز روټ په اړه شبهات غلط ثابت شوي٬ په دې روټ د چين څخه وړومبې تجارتي قافله مېنځني ختيز لپاره تللې٬ په دريو كلونو كښې به يوولس زره مېګاواټه برېښا په قومي نظام كښې شامله شي۔

د ديامر بھاشا بند پرانسته به راتلونكې كال وكړې شي٬ د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې شرح نمو په ځانګړې توګه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ جاري شوې خبر پاڼې له مخې د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې سي پېك منصوبه ګېم چېنجر ده چې ورسره به په منطقه كښې د پرمختګ او خوشحالې نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل چې د سي پېك په نتيجه كښې به ګوادر د تجارتي چارو مركز جوړ شي۔

دې سره به په سيمه كښې غربت كم شي او وګړو لپاره به د ملازمتونو موقعې پېدا شي۔ ده ووئيل چې د سي پېك په نتيجه كښې پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارې په راغب كولو كښې كامياب شوے دے۔ د چين مشران د پاكستان د صنعتي څانګې پرمختګ لپاره پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې د تېرو 67 كلونو په مهال په پاكستان كښې يوازې 17 زره مېګاواټه برېښنا پېدا كړې شوې او د دې پروژې په نتيجه كښې به يوازې په دريو كلونو كښې 11 زره مېګاواټه برېښنا په قومي نظام كښې شامله شي او دې سره به د توان په كمي قابو موندلو كښې مرسته وشي۔

ده ووئيل چې د ديامر بھاشا بند پرانسته به راتلونكې كال وشي۔ ده ووئيل چې پاكستان په معاشي توګه قوي كولو لپاره د اوسني حكومت معاشي اېجنډا ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل چې د حكومتي اقداماتو له امله شرح نمو په ځانګړې توګه زياته شوې۔