د وزيراعظم سلاكار امير مقام د پي آئي اے د الوتكې د پېښې د ځپليو كورنيو لپاره په پمز كښې د جوړ كړې شوي مركز دوره وكړه

د وزيراعظم سلاكار امير مقام د پي آئي اے د الوتكې د پېښې د ځپليو كورنيو لپاره په پمز كښې د جوړ كړې شوي مركز دوره وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) د وزيراعظم سلاكار امير مقام د پي آئي اے د الوتكې د پېښې د ځپليو كورنيو لپاره په پمز كښې د جوړ كړې شوي مركز دوره وكړه او د اسانيو جاج ئې واخستو۔ د مركز د دورې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې دا ډېره افسوناكه پېښه ده۔ ده ووئيل چې د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل چې په پېښه كښې د مړو شويو كسانو جسدونه ډي اېن اے ټسټ لپاره پمز ته رارسول شوي دي او په دې لړ كښې ټول انتظامات شوي دي۔