اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 6دسمبر 2016ء) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي د نهې پھ ورځ په كرك كښې د مكوړي ګيس پراسينګ پلانټ پرانسته كړې۔ دا ګاز پراسينګ پلانټ به په هېواد كښې د تېل او ګاز په څانګه كښې د هېواد ضروريات په پوره كولو كښې مرسته كوونكې ثابت شي۔ د پرانستې په دستوره كښې د اسمبلۍ غړو٬بلدياتي غړو٬ د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزارت او د مول پاكستان آئل اينډ ګاز كمپنۍ سره سره ځايي مشرانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د دې پلانټ څخه 305 اېم اېم سي اېف ډي قدرتي ګاز٬ 520 مېټرك ټن اېل پي جي او 25 زره بېرل خام تېل هره ورځ ترلاسه كېږي۔
وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي د مكوړي ګيس پراسينګ پلانټ پرانسته وكړه
7 کال لومړی