د بلدياتي ادارو ښه كولو نه غېر جمهوريت قوي كېدے نه شي٬

بلدياتي ادارې ځايي قيادت لپاره د نرسري په توګه كار كوي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ (ن) پنجاب صوبائي لارښودو غونډې ته وېنا

د بلدياتي ادارو ښه كولو نه غېر جمهوريت قوي كېدے نه شي٬
بلدياتي ادارې ځايي قيادت لپاره د نرسري په توګه كار كوي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ (ن) پنجاب صوبائي لارښودو غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 6دسمبر 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د بلدياتي ادارو ښه كولو نه غېر جمهوريت قوي كېدے نه شي٬بلدياتي ادارې ځايي قيادت لپاره د نرسري په توګه كار كوي۔ هغه د نهې پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) پنجاب صوبائي لارښودو غونډې مشري كوله۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) صوبائي مشرانو وزيراعظم ته په صوبه كښې د بلدياتي ادارو ټاكنو نه وروستو د ميئرز او دوهم ميئرز د ټاكنو په اړه خبر كړو۔

په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان٬د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزير شاهد خاقان عباسي٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ګډون وكړو۔ په نورو ګډون كونكو كښې سناتور پروېز رشيد٬ د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني٬ د قامي اسمبلۍ غړې حمزه شهباز شريف٬ د پنجاب ليبر وزير راجه اشفاق سرور٬ د پنجاب قانون وزير رانا ثناﺀالله٬د پنجاب د منصوبه بندۍ وزير ملك نديم كامران٬ د پنجاب د بلدياتو وزير منشاﺀالله بټ٬سناتور سعود مجيد٬اېم اېن اے مهر اشتياق احمد٬اېم اېن اے محمد پروېز ملك او سميع الله خان شامل وو۔