د رېلوے ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 13 اربه 52 كروړه روپې جاري كړې شوې

د رېلوے ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 13 اربه 52 كروړه روپې جاري كړې شوې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29نومبر2016ء) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د روان مالي كال د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د رېلوے ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 13 اربه 52 كروړه روپې جاري كړې دي۔ حكومت د روان مالي كال په مها د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 41 اربه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت پورټ قاسم ټرېك لپاره 53 كروړه٬ د رېلوے په وزارت كښې د چين پاكستان اقتصادي پروژې سپورټ پروژې لپاره يو كروړ 20 لكه روپې او د سټاف كوارټرز جوړولو لپاره د 10 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔