ګوادر بندر ځائ به په سباؤن كښې نړيوال صنعتي او تجارتي مركز جوړېږي۔ سناتور سردار يعقوب خان ناصر

ګوادر بندر ځائ به په سباؤن كښې نړيوال صنعتي او تجارتي مركز جوړېږي۔ سناتور سردار يعقوب خان ناصر

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 29نومبر2016ء) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ مركزي نائب صدر او د سېنېټ د اوبو او برېښنا قائمه كمېټې چيئرمېن سناتور يعقوب خان ناصر وئيلي دي چې ګوادر بندر ځائ به په سباؤن كښې نړيوال صنعتي او تجارتي مركز جوړېږي كوم به چې نه يوازې د بلوچستان بلكې د ټول پاكستان په پرمختګ كښې مهم كردار ولري۔ د نهې په ورځ اے پي پي سره په يوه ځانګړې مركه كښې ده ووئيل چې د كاشغر نه تر ګوادر د اقتصادي لارې جوړولو سره د پاكستان او چين اړيكې نويو اړخونو سره معرفې شوې٬ چين د پاكستان ځانګړې دوست دے او د پاكستان او چين دوستي په منطقه كښې د وړومبې ورځې نه مثالي پاتې شوې٬ چين د ازمېښت په هر وخت كښې د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړې۔

ده وويئل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به په بلوچستان كښې امن٬ سلامتيا او د پرمختګ او خوشحالې نوې لارې پرانستل شي او د اقتصادي او سماجي پرمختګ نوې دور به پېل شي۔ د بلوچستان وزيراعلٰي نواب ثنا الله زهري پھ مشرې كښې شريك حكومت د پاكستان او چين پھ اقتصادي لار كښې مهم كردار ترسره كوي۔ (م ع/وس/1631)