وزیر اعظم محمد نواز شریف د ترکمانستان دوه ورځنۍ دورې نه پس هيواد ته راورسېد

وزیر اعظم محمد نواز شریف د ترکمانستان دوه ورځنۍ دورې نه پس هيواد ته راورسېد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26نومبر2016ء) وزیر اعظم محمد نواز شریف د ترکمانستان دوه ورځنۍ دورې نه پس د خالي پھ ورځ هيواد ته راسېدلې دے۔وزیر اعظم د اولس مشر بردی محمدوف په بلنه د ترکمانستان دوره وكړه۔ اشك آباد كښې د خپلې دورې پھ مهال وزیر اعظم د پائیدار ټرانسپورټ پھ اړه وړومبي نړيوال کنفرنس كښې د پاکستانی پلاوي مشري كوله۔ د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر بان کی مون او د ترکمانستان اولس مشر د کنفرنس په شريكه كوربتوب كولو۔

کنفرنس كښې حکومتی مشرانو ، وزيرانو ، د شخصي څانګې مشرانو ، د سول سوسائټۍ لارښودو او د ملګرو ملتونو چارواكو پشمول 1500 كسانو ګډون كولو۔ کنفرنس كښی د كوټلې پرمختګ لپاره د 2030 ایجنډې ترلاسه كولو په غرض د پائیدار ټرانسپورټ کردار او ودې په اړه په چارو بحث وشو۔وزیر اعظم په دې مهال د ترکمانستان اولس مشر سره هم ملاقات كړې او هغه سره ئې په دوه اړخيزه اړيكو خبرې اترې كړي ٬ دې نه ځانله وزیراعظم د افغانستان اولس مشر اشرف غنی سره هم ملاقات کړې دے۔